دافغان-ترک د ملګرتیا 100
مه کلیزه مو مبارک!

د 1921 کال د مارچ 1

ترکیه او افغانستان هغه هیوادونه دي چې دولتونو یی د تاریخ په اوږدو کې تل له یوبل سره ملګرتیا کړې ده. دغه ملګرتیا له ډیرو پخوا وختونو څخه د مولانا جلال الدین محمد بلخي له ژوندانه څخه وړاندې پیل شوې، او یاده ملګرتیا د 1921 کال د مارچ په 1 نیټه د ملګرتیا د تړون له لاسلیکیدو څخه وروسته په رسمیت وپیژندل شوه.

افغانستان هغه اسلامي هیواد دۍ چی د اول ځل لپاره یی د ترکیی خپلواکي په رسمیت وپیژندله او انقری ته یی خپل سفیر واستوو. سربیره له دی د افغانستان دولت د ملی پیمان د تصویب له نظره هم د ځانګړي ځای خاوند دۍ.

د انځورونو ګالري

د افغان-ترک د ملګرتیا تړون

د افغان-ترک تړون د 1921 کال د مارچ په 1 نیټه د روسیی په مسکو ښار کی د ترکیی د اقتصاد وزیر ښاغلي یوسف کمال تنګیرشنک او د یاد هیواد د معارف وزیر ښاغلي دکتور رضانور په استازولۍ او دافغانستان له خوا د جنرال محمد ولی خان په استازولۍ امضا شو.

د افغان-ترک د لاسلیک شوي تړون ځینې مادې په لاندې ډول دي:

  1. د خپلواکې ترکیی دولت، د یو خپلواکه دولت په توګه ستاسو پیژندل زموږ له مهمو دندو څخه یوه کنړل کیږي.

  2. د دواړو دولتونو ترمنځ د تجاري او اقتصادي اړیکو په منځور مهم تړونونه امضا کول او په دواړو هیوادونو کې د قنسلګریو پرانیستل او د دواړو هیودانو په پلازمینوکې د سفیرانو ګمارل.

  3. په دواړو هیوادونو کې د ستندرد پوسته خانو پرانیستل او د ضرورت پر وخت له یادو پوسته خانو څخه د دواړوهیوادونو ترمنځ د سیاسي، تجاري، او تعلیمي معلوماتو شریکول.

  4. ترکیه له افغانستان سره د کلتوري مرستو ترڅنګ په نظامي برخو او د یاد هیواد د پوځ د ښوونې او روزنې په برخو کې مرسته کوي.

د افغان-ترک معارف ښوونځي هم هغه بزر دۍ چې د هغه دانې 100 کاله وړاندې کرل شوې وې او د امضا شوي تړون بیرق له ځانه سره انتقالوي.

د انځورونو ګالري

د افغان - ترک ملګرتیا په رسانه کې