د ترکیې معارف بنسټ
د ترکیې معارف بنسټ چی په 17۰06۰2016 میلادی کال کی د 6721 قانون له مخی تاسیس او جوړ شو د ترکیې د دولت په نماینده ګۍ د ترکیې د پوهنی وزارت څخه په مستقل ډول په نورو خارجی هیوادونو کی د تعلیمی ادارو د تاسیس او پر مخ وړلو د مسؤلیت یواځنی مرجع ګڼل کیږی. دغه بنسټ له وړکتون څخه نیولی تر پوهنتونه پوری د خپلو تجاربو د شریکولو په موخه جوړ شوی دی.
د افغان– ترک معارف ښوونځي
هغه هوکړه لیک چی د افغانستان اسلامی جمهوریت او د ترکیې جمهوریت تر منځ د فبرورۍ په 26 ، 2018 میلادی کال کی لاسلیک شو چی له مخی یی په لومړي قدم کی 12 بابه ښوونځي د ترکيې معارف بنست ته وسپارل شو ۰ ددغه هوکړه لیک له مخی نوموړی بنسټ په افغانستان کې د افغان – ترک معارف ښوونځیو په نوم په خپلو پوهنیزو فعالیتونو پیل وکړ.
دغه بنسټ اوس محال په افغانستان کی د ۲۰ تعلیمی ادارو مسؤلیت په غاړه لری. د افغان – ترک معارف ښوونځي به په راتلونکی پنځه کلونو کی په افغانستان کی ۱۰ بابه نور تعلیمی اداری هم پرانیزی . زموږ ښوونځي د ۲۱ پیړی په تکنالوژۍ سمبال ، د با تجربه ښوونکو په درلودلو سره د خلکو په خدمت کی دی .
زموږ زده کوونکي به د روباټیک او خارجی ژبو په زده کړو سره په ښه شکل وروزل شی . زموږ لیلیي د مختلفو اجتماعی پروګرامونو په درلودلو سره د زده کوونو پر مخ پرانستی دي . زموږ په ښوونځیو کی د کانکور آمادګي ، ترکی ژبه ، انګلیسی ژبه او د کلتور درسونه هم تدریس کیږی
د افغان – ترک معارف ښوونځي به په ۲۱ پیړی کی د هغو اړیکو په لا غښتلتیا کی رغنده رول ولری د کومو بنسټ چی کلونه وړاندی ددغو دوو دوستو هیوادونو تر منځ ایښودل شوی دی. زموږ د ښوونځیو فارغین به وشی کولای چی ددغو دوو هیوادونو آینده لا روښانه کړی .