سریزه:
ألا كُلُّكُم راعٍ و كُلُّكُم مَسؤولٌ عَن رَعِيَّتِه
ښوونه او روزنه د یو ملت او ټولنې ملا تیر جوړوي هرملت چې پرمختګ او ترقي کړې د پوهانو علماو او پوهې ټولنې په واسطه یې ستوري په اسمان کې ځلیدلي دي همدارنګه د نړۍ هر هیواد په ښوونه او روزنه باندې سرمایه ګذاري کوي او لومړی حق علماو پوهانو ته ورکوي په کومه ټولنه کې چې ښوونه اوروزنه په سمه توګه تر سرکیږي هغه هیوادونه او ټولنې د ټولو په سرلیک کې ځای لري لکه پوهانو چې ویلي د کوم ښوونځي ور چې پرانیستل کیږي په هغه هیواد کې د زندان ور تړل کیږي همدارنګه د اسلام مبارک دین هم په ښوونه او روزنه باندې ډیر تاکید کړي چې پوه انسانان یوازې د ځان په فکر کې نه وي بلکې د نورې نړۍ او بشریت د ژغورولو په فکر کې وي ښوونه او روزنه یوازې په زده کوونکو یا ښوونکو پورې نه ده تړلې بلکې یوه ښه او سالمه رغنده ښوونه او روزنه هغه ده چې والدین ښوونځی او زده کوونکي په فعاله توګه برخه واخلي او هرڅوک خپل مسولیت وپیژني د هرهیواد وګړي هڅه کوي تر څو په اوونۍ او یا میاشت کې دوه څله د خپل اولادونو له ښوونکو یا ادارې سره په مستقیمه توګه وګورې کومې ستونزې چې لري هغه حل کړي او کوم د تشویق مراحل چې دي له ادراې او چارواکو یا د ښوونې روزنې له مسوول سره یې حل کړي که زموږ په ګران هیواد کې داسې وشي زموږ هیواد وال او والدین هم حد اقل میاشت کې یوځل د خپل د اولادونو د ستونزو لپاره ادارې اوښوونکي سره اړیکه ونیسي دا به هم په زده کوونکي مثبت اغیز ولري او هم به د ستونزو د هواري لپاره لارې برابرې شي زموږ خوږ دین اسلام مبارک هم په علم حاصلولو او د علم په زده کړه ډیر زیاد سس ټینګار کړي او هم خوږ نبي صل الله علیه وسلم ارشادات دي چې بنده ورباندې لاندې ډول باندې لیکنه کړې.
الله جل جلاله موږ انسانانو ته امر کړي ترڅو یو بل سره تعارف او پیژندنه وکړو همدغه ایتونه موږ ته اجتماعی ژوند راښي او دا شرط دي چې یو بل سره به معرفت او پیژندنه کو همدا راز یې موږ ته د پوه او ناپوه ترمنځ د توپیراو سپارښتنه کړې چې هیڅکله هم پوه او ناپوه سره برابر نه دي الله جل جلاله ته علم عالم او زده کوونکي لوړ مقام او منزلت لري چې په ایاتونو او احادیثو مبارکو کې یې بار بار یادونه کړې لکه په لاندې ایاتونو کې یې چې الله جل جلاله فرمایلي دي :
( قل: هل یستوي الذین یعلمون والذین لایعلمون انما یتذکر اولوالالباب) (۹) زمر
ووایه ای پیغمبره: هغه کسان چې د خپل رب امر او دنده قبلوي پوهیږي او هغه کسان چې نه پوهیږي سره برابر دي (هیڅ کله هم نه) یوازې پوه کسان د دوی ترمنځ توپیر کوي او له هغه څخه پند اخلي .
(یرفع الله الذین امنو منکم والذین او تو العلم درجات) (۱۱) مجادله
همدارنګه رسول الله صل الله علیه وسلم په خپلو ارشاداتو کې موږ ته دعلم په هکله لاندې ډول لارښوونه کړې.
ـ عن معاویه رضی الله عنه ـ قال ـ :قال رسول الله صل الله علیه وسلم (یرد الله به خیر یفقهه فی الدین)) ریاض الصالحین
له حضرت معاویه ( رض)څخه روایت شوی چې رسول الله صل الله علیه وسلم وفرمایل: ( الله جل جلاله چې هر چاته چې د خیر اراده وکړي له هغه څخه د دین عالم جوړ کړي).
همدارنګه پیامبر ص په یوبل حدیث کی فرمایلی دی:
وعن ابی هریره ـ رضی الله عنه ـ ان رسول الله صل الله علیه وسلم قال: (ومن سلک طریقا یلتمس فیه علما سهل الله له به طریقا الی الجنته)
له ابو هریره رض الله عنه څخه روایت دي چې رسول الله صل الله علیه وسلم وفرمایل :( هرڅوک چې د علم په لاره هڅه او لټه کې شي الله جل جلاله به هغه ته دجنت په لورلاره همواره کړي).
له پورته ایاتونو او احادیثو مبارکو څخه داسې څرګندیږي چې هیڅ کله هم پوه او ناپوه سره برابر نه دي علم او عالم الله جل جلاله ته ډیر لوړ مقام او منزلت لري .
خوشحال خان خټک دپښتو ادب تکړه اوپیاوړی شاعر اولیکوال په خپل مشهور اثر: دستار نامې په دویم هنر کې د علم په هکله لیکلي چې : علم په لغت کې زده کوولو ته وایي علم او خط سره لازم اوملزوم دی. همدارنګه حدیث مبارک یې هم لیکلی او ژباړلی چې: (العلماورثه الانبیا) ژباړه علما د انبیاو وارثین دي.
دوالدینو مسوولیتونه:
له پورتنیو ایاتو احادیثو څخه داسې څرګندیږي چې موږ باید دعلم دزدکړې لپاره هڅه وکړو او نور هم وهڅوو ځکه چې الله جل جلاله تاکید کړی چې پوه او ناپوه سره برابر نه دي او الله جل جلاله له زده کوونکي سره دی زده کوونکو لپاره لومړنۍ ځای چې هلته لومړی زده کړه ترسره کوي هغه د مور غیږ ده چې ماشوم په ډاډمنه فضا کې کولی شي هرڅه وغواړي وی ازمایي او زده یې کړي چې دا بشر ته ښیي چې انسان ډاډمن ثابته شخص ته ضرورت لري که هرڅوک ارامه او ډاډمن وي هغه په سمه توګه کولی شي چې ښې زده کړې وکړي همداراز موږ باید د خپلو ماشومانو لپاره مناسب ډاډمن او ارام چاپیریال برابر کړو د چاپیریال ترڅنګ باید یو ډاډمن ښوونکي د خپل اولاد لپاره انتخاب کړو چې هم په معنوي او هم په جسمي لحاظ زموږ ماشومانو ته په ارامه او مناسبه فضا کې ښوونه او روزنه تر سره کړي دښه او غوره ښوونکي ارامه فضا اوچاپیریال د موندلو لپاره باید له ښوونکو او ادارې سره ټینګه تل پاتې او دوام داره اړیکه وساتو چې داړیکه هم په زده کوونکي او هم په ښوونه روزنه باندې مثبت اثر اواغیزه لري د ادارې او ښوونکو په انتخاب کې باید په اوله ورځ ښه او کره مالومات ولرو چې داسې نشي چې په لږه موده وخت او زمان کې له یوه ځاي څخه بل ځاي ته تبدیل او راتبدیل شي هڅه مو داوي چې د خپل ماشوم یو ښه او با جرعته شخص ټولنې ته وړاندې کړی وي د والدینو مسوولیت دی چې د اولاد سالمې ښوونې اوروزنې لپاره د هرراز زیار اوزحمت څخه کار واخلي او څارنه یې وکړي لکه چې څرګنده ده چې ښوونه او روزنه یو درې ضلعه مثلث دي یو ضلع یې والدین یا کورنۍ دی چې دزده کوونکو په سالمه ښوونه اوروزنه کې باید فعاله ونډه او برخه واخلي.
همدارنګه خوشحال خان ختک په دستار نامه کې دولسم هنر کې لیکلي چې اولاد د مور په رحم کې شو هغه که نارینه وي یا ښځینه تربیت یې په مور او پلار لازم او ضروري دي میندو ته یې خاصې سپارښتنې کړي والدینو ته یې ویلي چې ښه ښوونکی دي ورته پیدا کړي چې اولاد یې ازار ازیت نه کړي بلکې سمه ښوونه او روزنه ورته ورکړي.
دښوونکو مسوولیتونه:
دښوونکو مسوولیت او دهغوي غوره احساس دي چې باید ښوونکی د نورو ماشومانو اوخپلو ماشومانو تر منځ هیڅ توپیر ونه کړي ښوونکی باید ارامتیا اوهرډول ستونزو څخه مبرا وي ښوونکي ته باید اداره ارامه فضا او چاپیریال برابر کړي اقتصادي ستونزې حل او هرډول لازمه مواد ورته بابر کړي چې دښوونې او روزنې بهیر سم پر مخ لاړ شي اویو مناسب شخص ټولنې ته وړاندې شي همداراز ښوونکی باید له والدینو سره مناسب او فعاله اړیکه ولري د زده کوونکو هرډول حالاتو څخه یې خبر او والدینو ته یې واوروي تر څو ورته یوه مناسبه اوغوره لار برابره او مخنیوی د منفي کړنو وشي او د مثبتو کارونو لپاره تشویق او وهڅول شي د ښوونکي مسوولیت دي چې په میاشت کې یو ځل حتما له والدینو یا د زده کوونکو له مور پلار سره له نږدې وګوري د والدینو لیدل په زده کوونکو باندې مثبته اغیزه لرلی شي ځکه چې که زده کوونکی لایق پوه او ځیرک وي له ځان سره داسې انګیري چې د دوی والدین هڅه کوي تر څو یو لایق با استعداده او پیاوړی شخص شي نو ځکه یې والدین د ده له ښوونکي او ادارې سره په اړیکه کې دي او که چیرته زده کوونکی د کم استعداد خاوند وي هم داسې انګیري چې باید هره ورځ په خپله کړنه کې تغیرات راولي له خپلو ټولکیوالو ملازمینو ادارې او اړونده کسان چې په نوموړي چاپیریال کې ورسره دي سم او ښه چلند رویه روش څخه کار واخلي ښوونکي باید زده کوونکو ته داسې وپوهوي چې د هر راز او هرې کړنې څخه هم خبر او هم یې کورنۍ سره په اړیکه کې دي چې په هیڅ صورت سره پرته له ښوونې روزنې بله لار نه لري داسې یې تشویق مینه محبت ورسره وکړي داسې یې ځان ته مایل کړي چې زده کوونکي هغه لومړي ځای چې د مور غیږ دی د کمي او پردي توب احساس ونه کړي زده کوونکي باید له ښوونکو سره د موراوپلاره نږدې وي چې د مور او پلار دکمۍ احساس ونه کړي.
لکه څنکه چې دالله جل جلاله په څرګندو ایاتونو کې موږ ته لارښوونه کړې اوشوې ده چې انسانان باید ټولنیزې اړیکې او روابوط ولري نو باید یو ښوونکی هم دزده کوونکو له هرې ستونزې خبر وي چې زده کوونکی په کوم حالت کې دی ایا اقتصادي ستونزه لري ټولنیزې ستونزې لري یتیم دی فقیر دي یا د کور کوم غړی یې له لاسه ورکړی یا کورنۍ غړی یې په مخدره توکو روږدې دي دا د ښوونکي دنده ده چې په هر حالت د زده کوونکي خبر او له کورنیو سره یې نورماله فعاله او دوامداره اړیکه وساتي .
ښوونه او روزنه په هغه حالت کې سمه په مخ ځي او مثبته پایله لري چې کورنۍ ښوونکي او زده کوونکي په یو همغږي سره د ښوونې روزنې بهیر مخ په وړاندې یوسي د ښوونې روزنې بهیر پرته له همدې دریو څخه نیمګړی او نابشپړه دی.
نچوړ (نتیجه او خلاصه ):
کله چې یوه سالمه او رغنده ښوونه روزنه غواړو نو لازمه ده چې والدین ښوونکي او زده کوونکي دې یو بل ته لاس ورکړي ترڅو دا بهیر ګړندی پرمخ لاړ شي هر ټولنه چې پرمخ تللې د هغې ټولنې وګړو په ګډه زیار ایستلی او خپله د هوساینې خاوندان شوي نن ورځ یې نړۍ روښانه کړې هر ډول راحتونه ورته شته او هر ډول ستونزې یې حل کړي یو فعاله سیستم یې جوړ کړی چې راتلوونکي نسلونه نسلونه هم ورڅخه برخمن دي کله چې موږ تاسو د نړۍ ټولنې او ملتونه ګورو چې هر ډول اقتصادي ستونزې حل کړي هغوي ډیر زیات زحمتونه لیدلي ګاللي ترتیبات یې نیولي د ستونزو مخه یې نیولې پلانونه یې ورته جوړ کړي ټول ولس یو بل سره لاس ورکړی .
اخځلیکونه:
قرنکریم
یحی ،امام ابی ذکریا، ریاض الصالحین
خټک ،خوشحال خان، دستار نامه