سریزه!
ښوونه او روزنه زموږ د ژوند په جوړولو کې مهم رول لري، یو شخص باید په خپل ژوند کې د ښې زده کړې اړتیا لري. ښوونه او روزنه نه یوازې د یو کس په ژوند کې کاري فرصتونه پرانیزي بلکې یو شخص متمدن او ټولنیز کوي هم؛ ددې ترڅنګ ښوونه او روزنه ټولنه له ټولنیز او اقتصادي پلوه لوړوي هم. اړینه بولم چې د ښوونې او روزنې د اهمیت په هکله یوه لنډه رڼا واچوم:
موږ ټول په خپل ژوند کې د زده کړې په اهمیت پوهیږو یو شخص باید په ژوند کې د پرمختګ لپاره ښه تعلیم ولري. ښوونه او روزنه د انسان روحیه بدلوي. د ښوونې او روزنې سیستم پوهانو په دوو سترو برخو ویشلی چې یوه برخه یې رسمي او بله یې غیر رسمي بللې ده رسمي زده کړې هغه دي چې موږ یې په ښوونځیو، پوهنتونونو او کالجونو کې تر لاسه کوو او غیر رسمي زده کړې هغه دي چې له والدینو ملګرو او مشرانو تر لاسه کیږي.
یو ځل بیا رسمي زده کړې په دریو برخو بېلیږي الف: لومړنۍ زده کړې ب: ثانوي زده کړې ج: لوړې ثانوي زده کړې زده کړه یوه تدریجي پروسه ده چې موږ ته په ژوند کې سمه لاره را ښیي؛ موږ خپل ژوند په غیر رسمي زده کړو سره پیلوو خو ورو ورو موږ د رسمي زده کړو په تر لاسه کولو پیل کوو او وروسته د هغې پوهې سره سم ځان جوړه وو چې د زده کړې له لارې تر لاسه کیږي. په پایله کې موږ کولی شو ووایو چې زموږ د ژوند د بریالیتوب راز په دې کې دی چې هر څومره تعلیم تر لاسه کوو په هماغه اندازه مو د پوهې کچه لوړیږي. نو د انسان لپاره خورا اړینه ده چې په ژوند کې د سوکالۍ لپاره سمه زده کړه ترلاسه کړو. لوستي یا تعلیم یافته خلک هیواد ته وده ورکوي؛ د نیلسن منډیلا په وینا :(تعلیم تر ټولو پیاوړې وسیله ده چې د نړۍ د بدلون لپاره کارول کیدای شي.)
خوشحال خان خټک د پښتو ادب پیاوړی لیکوال او شاعر په خپلو ارزښتناکو اثارو کې د نورو مهمو ټولنیزو موضوعاتو تر څنګ د ښوونې او روزنې په اړه هم مهمې سپارښتنې لري چې په دغه مقاله به په لنډه توګه بحث پرې وشي.
د خوشحال خان خټک په دستارنامه کې روزنیز اړخونه:
د خوشحال خان خټک د ژوند په مهال کې د اوسنۍ زمانې په شان مکتبونه او پوهنتونونه نه وو، په هغه زمانه کې خلکو په جوماتونو او دیني مدارسو کې دیني مضامین لکه صرف، نحوه، حدیث، تفسیر، عقاید د فارسي ژبې د ادب مضامین او لیک لوست کول. د دیني مدارسو سربیره د پاچاهانو په دربارونو کې کوچنۍ مدرسې وې چې د شهزاد ګانو د زده کړې لپاره جوړې شوې وې، همدارنګه ډیری خلکو په خصوصي توګه هم دا علوم زده کول. په هغه زمانه کې په پښتو ژبه ډېر لږ کتابونه موجود وو زیاتره درسي کتابونه په عربي او فارسي ژبو لیکل شوي وو د ښوونې او روزنې په برخه کې چې په دې زمانه کې کوم غوره او مهم کار شوی دی هغه د نورو ژبو څخه په پښتو ژبه د کتابونو ژباړل دي چې په هغه وخت کې ډېری کتابونه د خوشحال خان او د هغه د کورنۍ د لیکوالو او شاعرانو له خوا له عربي او فارسي ژبو څخه په پښتو ژبه وژباړل شول. د خوشحال خان خټک د ژوند په مهال کې په پښتونخوا کې د ښوونې او روزنې د وضعې او د هغه وخت د فرهنګي تدریسي چاپیریال په اړه سرمحقق عبدالله بختاني داسې لیکلي: د هند د نیمې وچې د مسلمانانو او د پښتونخوا په سیمه کې چې د کابل صوبې پورې مربوط وه د عربي ژبې تر څنګ دیني ادبي علمي درسي کتابونه په فارسي ژبه زیات مروج وو او زیاتره په ماوراء النهر او افغانستان کې لیکل شوي فارسي درسي کتابونه هلته هم په درسي تدریسي نصاب کې ځای شو د پښتنو د بچو د ضرورتونو د رفع کولو لپاره په شعوري او منظم ډول خوشحال خان خټک په پښتو ژبه د دغسې اثارو د لیکلو او ژباړلو لپاره له عربي او فارسي ژبو څخه د هغو ژباړلو ته توجه واړوله؛ چې په دینی برخه کې یې د فضلنامې ژباړه یې ښکاره ثبوت کیدای شي. او همدا راز په دې برخه کې عبدالقادر خان خټک هم ډېر ارزښتمن کارونه تر سره کړي نوموړي د مولانا عبدالرحمن جامي علیه رحمه یوسف زلیخا په پښتو نظم وژباړه د دغه کتاب د داستان اساسي منبع قرآن کریم د یوسف علیه السلام سورت دی او هلته دغه قیصه (احسن القصص) بللې شوې ده. همدارنګه عبدالقادر خان خټک د سعدي ګلستان هم نثر په نثر او هم نظم په نظم د خپلې سیمې د پښتنو شاګردانو د درسي اړتیا په پار ژباړلی دی. دا وو د خوشحال خان خټک او دده د کورنۍ په هکله لنډ معلومات چې ژبې او ادب ته یې کوم خدمتونه کړي وو.
د خوشحال خان خټک ښوونیزې او روزنیزې سپارښتنې:
خوشحال خان خټک د ژوند په بیلا بیلو برخو کې معلومات او نظریات وړاندې کړي دي په ځانګړي توګه دوو برخو چې یو یې د علم په اړه او بله برخه یې د اولاد د روزنې په اړه دي چې دا دواړه برخې د ښوونې او روزنې سره نیږدې اړیکې لري د مقالې په دې برخه کې به د دستارنامې په هغې برخې چې د اولاد د تربیت تر سرلیک لاندې لیکل شوي دي یو څه تحلیلي رڼا واچوو:
خوشحال خان خټک د اولاد او ماشوم د ښوونې او روزنې لپاره لاندې پړاوونه او صنفونه ځانګړي کړي دي: لومړی کله چې ماشوم د مور په نس کې پیدا کیږي، دویمه روزنیزه دوره د ماشوم له تولد پیل او تر څلور کلنۍ پورې دوام کوي، دریمه ښوونیزه او روزنیزه دوره له څلور کلنۍ تر اوه کلنۍ پورې دوام لري او څلورمه روزنیزه دوره له اوه کلنۍ پیل تر ځوانۍ او بیا د ژوند تر پایه پورې دوام کوي.
پورتنۍ روزنیزې دورې د خوشحال خان خټک په دستار نامه کې په واضح ډول بیان شوي چې هره دوره یې په ځانګړي توګه تشریح کیږي:
۱ـ د اولاد تربیت د مور په ګېډه کې:
کله چې اولاد د مور په ګېډه کې پیدا کیږي او ژوندی کیږي نو هغه روزنې او پالنې ته اړتیا لري چې دغه روزنه او پالنه په مستقیم ډول د اولاد سره ډېر ګران کار هم دی دغه روزنه او پالنه د ماشوم د مور په واسطه تر سره کیږي دا داسې تربیه ده چې د ماشوم مور ته ځینې دستورات او هدایات ورکوي چې د هغه په عملي کولو سره اولاد روغ او جوړ وزیږي په هغه زمانه کې چې طبي علومو دومره پرمختګ نه و کړی د خوشحال خان دا هدایتونه ډېر مهم او د قدر وړ ځکه دي چې د اوسنۍ زمانې داکټرانو او طبابت پوهانو هم تائید کړي. خوشحال خان خټک د مور په نس کې د اولاد د روزنې په اړه داسې وایي: « اولاد یا زوی وي یا لور، خو چې عورتینه په فرزند ډکه شي نور یې تربیت لازم شي، حامله عورتینه دې دروند بار نه اخلي تر لوړه دې نه ترپلي بادګین طعام دې نه خوري، مار، مزری، مهیب څیزونه دې په سترګو نه ګوري چې زړه یې ورته وشي هغه څیز دې ژر وخوري غم، غوصه ، جنګ ژړا دې نه کا، چې په دا څیز شوله مسطوره که بر عکس یې وکا د فرزند زیان کولو ډار دی....»
۲ـ کله چې ماشوم پیدا کیږي
ددې ورځې نه تر څلور کلنۍ پورې ماشوم ډیرې پاملرنې او روزنې ته اړتیا لري چې باید ډیر دقت ورته وشي په لومړي سر کې کوم شرعي احکام چې دي هغه باید ترسره شي او بیا وروسته ماشوم ته د خوراک ورکولو پروګرام او د ساتنې وسایل جوړ شي ماشوم باید نه ډیر ګرم او نه ډير یخ ځای کې وساتل شي د کوټې هوا باید معتدله وي او د ماشوم جامې هم باید نه ډیرې ګرمې او نه ډیرې نرۍ وي دستارنامه کې د اولاد د زیږېدو وروسته داسې بیان شوي دي « ناف دې په هوښیاره عورتینه پرې کا بیا دې یوه عورتینه یا څوک محرم د هلک په غوږ کې بانګ د نماز ووایي که بانګ نماز نه وایي یو بل نوم د حق تعالی دې دده په غوږ کې واوروي مقصود دا دی چې اوله خبره دې چې په دنیا کې دده تر غوږ تیریږي د خدای او رسول نوم دې وي. غوغا دې پرې نه کا، هسې دې نه نغاړي چې ګرم شي خولې شي زر دې برمنډ کا یعنې معتدله هوا په هر وخت کې ورلره بویه.»
۳ـ له څلور کلنۍ تر اوه کلنۍ پورې د ماشوم ښوونه او روزنه:
په معاصره زمانه کې کوم ماشوم چې څلور کلنۍ ته رسیږي دوی نه یوازې تر روزنې لاندې نیول کیږي بلکې دوی باندې ښوونه هم پیل کیږي چې دغه ښوونه او روزنه په وړکتون کې پیل کیږي او یا ځانته صنفونه لري چې مدخل، صفري او یا امادګي په نومونو یادیږي په دغه ښوونیزه او روزنیزه دوره کې ماشوم ته ډیر لومړنی لیک او لوست زده کیږي او دوی هم د ښوونځي د لومړي صنف لپاره تیاریږي چې دا یو ښه او پر ځای ښوونیز او روزنیز پروګرام دی مګر په وروسته پاتې هېوادونو کې کې دا ښوونیز سیستم ډېر کمزوری دی او ځینې هېوادونو کې لا دا سیستم له سره نشته د ښوونې او روزنې د پوهانو له نظره هم دغه سیستم د ماشومانو لپاره ډېر اړین دی خوشحال خان خټک لا په هغه زمانه کې په دستارنامه کې دغه ټکي ته اشاره کړې ده چې ماشوم تر اووه کلنۍ پورې وکولای شي لیک لوست زده کړي د ماشوم د دې دورې د زده کړې په برخه کې خوشحال خان خټک داسې وایي « چې د څلورو کالونو شي څلور میاشتې څلور ورځې په لوستن دې کښینوي..... چې اوستاد لره ورشي په اول سبق دې وبخښل شي، معلم دې ورسره هغه کا چې آزار یې نه کا، دده په زړه دې ورسره چلیږي که هلک عالي فطرت وي تر اوه کاله پورې سواد خوان شي....»
۴ـ د ماشوم روزنه له اوه کلنۍ تر ځوانۍ پورې:
په اوسنۍ زمانه کې ماشومان چې کله اوه کلنۍ ته رسیږي ښوونځي ته ځي او تر ځوانۍ پورې یعنې نیږدې لس دولس کاله زده کړې کوي په اوسنيۍ زمانه کې د دې دورې ماشومانو ته لومړی دیني زده کړې ورکول کیږي او بیا نور علوم لکه ریاضي، هندسه، کیمیا، فزیک، بیالوژي ادبیات او نور مبادي زده کول د علم لار ورته خلاصیږي او د لوړو تحصیلاتو لپاره اماده کیږي. د خوشحال خان خټک په زمانه کې د ښوونې او روزنې معیارونه دغسې حالت کې وو خو دومره تفاوت یې و چې په هغه زمانه کې دینې مضامین نسبت نورو مضامینو ته زیات وو د درس، ازموینې او ټولګیو سیستم فرق درلود. خوشحال خان خټک د دې دورې ماشومانو لپاره لاندې مضامین توصیه کوي: « اول د قرآنکریم ولولي په قرآن کې پنج سوره او آیت الکرسي حدیث اقوال د مشایخانو علم طب دا دې ولولي، العلم علمان علم الابدان و علم الادیان علم النجوم واجب دی چې وکا، له فارسي مثنوي المعنوي، سلسله الذهب، نفحات الانس ، معارج النبوه، شاهنامه ، سکندر نامه ، ظفرنامه دا کتابونه دې مطالعه کوي. اخلاق ناصري ، په تمام غور ګلستان دې په یاد کا، تمام عمر که د تحصیل په کار کې تیریږي سعادت دی او که نه دا هومره چې وکښل شو دا خو دی وي چې د دین دنیا له خبردارۍ مایوس نه وي، نقص یې په قابلیت کې واقع نه وي دا خو یې مرتبه په مرتبه د علوم بخره دا هومره چې وشي د قابلیت د دایرې به خارج نه وي چې د علم خوند بیا مومي، د علم پایان نشته پخپله به ورپسې کوښښ کا.»
پایله!
دغه دوره یعنې د اوه کلنۍ څخه تر ځوانۍ پورې د ماشوم د روزنې اساسي دوره ده ځکه چې په دې دوره کې که ماشوم ښه روزنه وګوري په ښه لاره به روان شي او که ښه روزنه یې ونه شي نو په بدو لارو به روان شي که ماشوم په دې دوره کې د بدو خلکو سره ناسته پاسته ولري نو د هغو په شان کیږي او که د ښو خلکو سره یې ناسته وي نو ښه روزنه یې کیږي. لنډه دا چې خوشحال خان خټک په دستار نامه کې د ماشوم ددې دورې د روزنې لپاره خورا ښې لارښوونې کړې دي.
منابع او ماخذونه
۱ـ الفت، ګل پاچا، ملي قهرمان
۲ـ بختانی خدمتګار، سر محقق عبدالله ( ګلستان او ګلدسته)
۳ـ خټک، خوشحال خان ــ دستارنامه ــ
۴ـ خټک، خوشحال خان ــ دستارنامه