د افغان-ترک معارف ښوونځیو په یوې ټول پوښتنه کې لومړۍ مقام ترلاسه کړ





د 10،000 کسو په مینځ کې د مدرن میتود بنسټ د ادارې لخوا د ترسره شوي نظرپوښتنې له مخې د افغان-ترک معارف ښوونځیو د افغانستان د ښوونې او روزنې په ادارو کې لومړۍ مقام خپل کړ. په همدی خاطر زموږ بنسټ د 24 غوره خدماتو او محصولاتو درې ورځني نندارتون ته راوبلل شو و د یاد نندارتون په افتتاحیه غونډه کې زموږ بنسټ ته د دې لاس ته راوړنې په ویاړ ډالۍ ورکړل شوه.